افغانستان

سرچینې: خوست کې د خیرات مراسمو پر مهال ۱۳۰ تنه مسموم شوي دي

The incident occurred in Zazi Maidan district.

په خوست ولایت کې د طالبانو د والي ویاند وايي، چې د دغه ولایت د ځاځي ميدان ولسوالي په شمسي کلي کې د خیرات مراسمو پر مهال شاوخوا ۱۳۰ تنه مسموم شوي دي.

د خوست د والي وياند مستغفر ګربز په وینا، د ټولو ناروغانو حالت د ډاډ وړ دی او دا چې دا پېښه څنګه رامنځته شوې.

تر اوسه د دغو کسانو د مسمومېدو علت نه دی څرګند شوی او طالبانو ویلي چې په اړه يې پلټنې روانې دي.