له خوست ولایت څخه سرچینې خبر ورکوي، چې د دغه ولایت اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند په ورزی کلي د یوه کس جسد موندل شوی دی.
د سرچینو په وینا، د یاد کس جسد څلور ورځې وړاندې موندل شوی او لا هم د خوست په ملکي روغتون کېښودل شوی دی.
سرچینې زیاتوي، چې د یاد کس کورنۍ او نږدې خپلوان لا هم موندل شوي نه دي او نه هم ورسره په جیبونو کې د پېژندنې څه شته.
طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه جزئیات نه دي ورکړي
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې امنیتي پېښې، غلاوې او تښتونې زیاتې شوي دي.
