افغانستان

د ناروې کډوالو شورا: د افغانستان د زلزله ځپلو مرستې د بوديجې له کمښت سره مخ دي

د نروې د کډوالو شورا ویلي چې د ختیځ افغانستان وروستۍ زلزله یوازې د «یوه کړکېچ» په توګه نه؛ بلکې د ګڼو شته کړکیچونو په منځ کې راپېښه شوې ده، او د بوديجې کمښت د مرستو د پراخوالي او چټکتیا مخه نیولې ده.

د یاد بنسټ د افغانستان برخې مشر جاکوپو کاریډي په یوه اعلامیه کې ویلي: «زلزلې داسې ټولنه وځپله چې له وړاندې د بې‌ځایه کېدو، د خوراکي موادو له کمښت، وچکالۍ او د سلګونو زرو راستنو شوو افغان کډوالو له ستونزو سره لاس او ګرېوان وه. په کونړ کې زموږ ټیمونه راپور ورکوي چې کورنۍ بې سرپناه شپې تېروي او له پرله‌پسې ځمکلړزو سره مخ دي.»

هغه زیاته کړه چې ځايي سرچينې تر خپلو وروستیو پولو رسېدلې او د مرستو د کمې بوديجې له امله د ژوند ژغورونکو توکو رسونه له خنډ سره مخ ده. د ده په وینا، «ډېری کورنیو خپل عزیزان، کورونه، مالونه او د اوبو مهم چینلونه له لاسه ورکړي. په لنډمهاله کمپونو کې تر ۱۰۰ پورې ښځې او ماشومان په یوه خیمه کې ژوند کوي چې حتی تشنابونو ته لاسرسی نه لري. ماشومان سخت ټپي رواني حالت لري، چې ځینې یې د څو ساعتونو لپاره له خاورو لاندې بند پاتې وو.»

د ناروې کډوالو شورا د یادښت له مخې، زلزله د اګست په ۳۱مه شوې چې تر اوسه یې له ۱,۴۰۰ زیات کسان وژلي، شاوخوا ۳,۱۰۰ یې ټپیان کړي او له ۵,۴۰۰ زیات کورونه یې ویجاړ یا زیانمن کړي دي.

دغه نړیواله موسسه وايي چې اوس د ژوندي پاتې شویو لپاره بېړنۍ اړتیاوې پناه ځای، خوراک، پاکې اوبه او طبي پاملرنه ده، او باید تر ژمي وړاندې خلکو ته مناسب سرپناه برابره شي.

کاریډي ټینګار کړی: «دا زلزله باید د یوې جدي نښې په توګه واخېستل شي او افغانستان نه باید داسې پرېښودل شي چې له یوه کړکېچ وروسته بل ته یوازې مخامخ شي. مرسته کوونکي هېوادونه باید د ژوند ژغورونکو مرستو ترڅنګ د افغانانو د اوږدمهاله راتلونکي لپاره هم ژمن پاتې شي.»

د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې، یوازې سږ کال له ایران نه ۱.۹ میلیونه او له پاکستان نه تر ۲۶۰ زرو زیات افغانان بېرته ستانه شوي، چې د زلزله‌ځپلو ستونزې یې لا پسې زیاتې کړې دي.