د کونړ ولایت په وروستۍ زلزله کې تر دې دمه د شهیدانو شمېر ۱,۴۵۷ او د ټپیانو شمېر ۳,۳۹۴ ته رسېدلی دی. چارواکي وایي چې د زلزلې له امله ۶,۷۸۲ کورونه بشپړ یا یې برخې نسکورې شوې دي.
د ژغورنې ډلې ټوله ورځ بوختې وې چې تر خاورو لاندې پاتې کسان راوباسي او ټپیان د الوتکو له لارې روغتونونو ته ولېږدوي. سرچینې وايي چې اوس ډېری اغېزمنې سیمې تر پوښښ لاندې راغلي او مرستې ورته رسېدلې دي.
د ځینو هېوادونو له لوري مسلکي ژغورونکي ټیمونه هم سیمې ته لېږل شوي او د عملیاتو برخه ګرځېدلي دي. همدارنګه د زلزلې له امله تړل شوې لارې بېرته پرانیستل شوې او د تګ راتګ جریان عادي شوی دی.
د حکومتي ادارو په وینا، ټولې اړوندې ادارې د خلکو په ملتيا هڅه کوي چې د زلزلهځپلو کورنیو ته رسېدنه وکړي او د هغوی اړتیاوې پوره کړي.
