سوداګري

د پلور بازار، سړو خونو او د زېرمتونونو پر نشتوالي د هرات د کروندګرو نیوکه

هرات ولایت کې په روان کال کې د کرنیزو محصولاتو له زیاتوالي سره، په دغه ولایت کې کروندګر د خپلو محصولاتو لپاره د هوایي دهلیزونو، پلور بازار، سړوخونو او زېرمتونونو پر نشتون نیوکه کوي.

هرات کې بزګران وایي، چې د هغوی د کرنیزو محصولاتو په ځانګړې توګه بڼونو د حاصلاتو لپاره د مناسب بازار د نشتوالي له امله په کمه بیه له پلور پرته بله چاره نه لري.

هرات کې یو کروندګر عبدالوهاب وايي: «موږ غنم، زعفران، پياز، رومي بادنجان، کچالو، ګازرې او نور محصولات کرو. د محصولاتو د راټولولو پرمهال د بازار او سړوخونو د نشتوالي له امله یوه کیلو کچالو په ۱۰ افغانۍ پلورو خو کله، چې خپله اړتیا ورته لرو اړ یو چې یوه کیلو په ۳۰ افغانۍ وپېرو.»

هغه دې ته په اشارې چې د افغانانو ژوند له کرنیزو محصولاتو سره تړلی زیاتوي: «دولت باید له موږ څخه ملاتړ وکړي او د محصولاتو لپاره زېرمې جوړې کړي او د پلور لپاره سم بازار پیدا کړي ترڅو هم عواید لاسته راوړوو او هم د کرنیزو خوراکي توکو له پلوه د خلکو ستونزې هوارې شي.»

د کرنیزو محصولاتو د پلور بازار نشتوالی یوازې د هرات د بزګرانو ستونزه نه ده بلکې د ټول هېواد کروندګر له دې ستونزې سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د مخکیني حکومت پرمهال د ځینو کرنیزو محصولاتو لکه جلغوزو لپاره هوایي دهلیز فعالیت درلود، خو د طالبانو ادارې له راتګ سره د دغه دهلیز فعالیت کم شوی دی.

د طالبانو د کرنې ریاست مسوولان په هرات کې له کروندګرو سره د دهلیز او سړوخونو د رامنځته کولو او د لا زیاتو زېرمتونونو ژمنه کوي.

د طالبانو د کرنې وزارت سرپرست عطاءالله عمري هرات ولایت ته په سفر کې د دغه ولایت کروندګرو ته ډاډ ورکړ چې ستونزو یې ته پاملرنه کوي.

هغه وویل: «پر هغو سړو خونو او زېرمتونونو کار روان دی، چې د مخکیني حکومت له وخت راهیسې نیمګړې پاتې دي او ترڅنګ به یې بزګرو ته لا زیات زېرمتونونه جوړ شي.»

د هرات د کرنې ریاست د شمېرو له مخې د هرات تر ۸۰ سلنه زیات خلک پر بزګرۍ بوخت دي.