افغانستان

سرچینې: کونړ کې د ګڼې‌ګوڼې له امله لاهم اصلي زلزله‌ځپلو سیمو ته مرستې نه دي رسېدلي

له کنړ ولایت څخه سرچینې خبر ورکوي، چې د زلزله‌ځپلو خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې له امله مرسته کوونکي بنسټونه له جدي ستونزو سره مخ دي.

سرچینې زیاتوي، چې له یوه خوا د خلکو ګڼه ګوڼه او بلخوا ته مرسته کوونکي بنسټونو خپلې مرستې یوازې د انځور او نمایش لپاره په نږدې سیمو کې ویشي او اصلي زیانمنو سیمو ته لا هم بیړنۍ مرستې نه دي رسېدلي.

د سرچینو په خبره، سیمه کې زلزله ځپلي د څښاک پاکو اوبو، خوارکي توکو، درملو او د خیمو له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

له سیمې څخه زلزله ځپلي خلک غوښتنه کوي، چې یادې مرستې عاجل مدیریت او هغو سیمو ته ورسول شي، چې د څو ورځو أه تېرېدو هم اړینې مرستې ورته نه دي راسېدلي.