له کونړ ولایت څخه سرچینې آمو ته وايي، چې د دغه ولایت په سیمو کې زلزلهځپلي کورنۍ له «سختې لوږې» سره مخ دي.
د سرچینو په وینا، نورګل ولسوالۍ او مزار درې ماما ګل سیمې ته تراوسه مرستې نه دي رسېدلي او خلک له ګڼو ستونزو شکایت لري.
سرچینې زیاتوي، تراوسه یادو سیمو ته د خوراک امکانات نه دي راسېدلي او که په وخت راسېدنه ونشي، نو خلک به د مړینې له خطر سره مخ شي.
یاده سیمه کې د ځایي روغتیایي کتنځای یو کارکوونکی وايي: «تر اوسه هېڅ ډول خوراکي امکانات نه شته، خلک په یوې مړۍ ډوډۍ پسې ړانده شو او ممکن له لوږې مړه شي.»
سرچینې ټینګار کوي، که په وخت ځینو سیمو لومړي امکانات ونه راسېږي او د تګ راتګ لارې پرانېستل نشي، نو د امکاناتو د نشتون د له امله به یو بل ناورین رامنځته شي.
