لویدیځه اسیا

په کوټه کې د یوه احتمالي ځانمرګي برید له امله ۱۳ تنه مړه شوي

د بلوچستان په کوټه ښار کې د یوې چاودنې له امله، چې ګواکې ځانمرګۍ برید وي، ۱۳ تنه مړه شوي او ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.

دغه پېشه تېره ورځ ماښام په ګڼ مېشته سیمه کې رامنځته شوه او د دغې پېښې ټپیان هم په نازک حالت کې دي.

د ترهګرۍ ضد څانګې یوه ویاند جیونیوز ته ویلي: «شاهواني لوبغالي ته نېږدې پېښه ښکاري چې ځانمرګی برید وي.» هغه زیاته کړه چې د پلټنې ډلې له ځایه شواهد راټولوي.

د کوټې د ملکي روغتون ډاکټر هادي کاکړ وویل: «موږ د ۱۳ مړینو تصدیق کړی او ګڼ نور کسان ټپیان دي. د ټپیانو له ډلې پنځه تنه په ډېر نازک حالت کې دي.»

د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په یوه اعلامیه کې دغه چاودنه په کلکو ټکو وغندله او ویې ویل چې دا پر بې‌ګناه خلکو بزدلانه برید دی.