افغانستان

د ماشومانو د ساتنې سازمان: د کونړ د زلزلې له امله زرګونه ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

عکس از کوذکی در میان آوار به جا مانده از زمین‌لرزه در کنر

د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان (سيف ده چيلډرن) وايي، د هېواد په ختیځو ولایتونو کې په ځانګړي ډول په کونړ کې، د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته زرګونه ماشومان عاجلو مرستو ته اړتیا لري، چې پکې خواړه او سرپناه تر ټولو مهم دي.

یاد سازمان په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ګرځنده طبي ډلې یې د کونړ په زلزله ځپلو سیمو کې په کار بوختې دي او ډاکټران د ټپیانو درملنه کوي او هغو کسانو ته د مرستې رسولو هڅه کوي چې امبولانسونه یې نشي انتقالولی.

شهیر، چې د دغه سازمان یو ډاکټر دی، ویلي: «د لارو د بندېدو له امله، خلک د خپلو عزیزانو د ژغورلو په هڅه کې دي او نه شي کولای ټپیان زموږ ګرځنده کلینیک ته ورسوي. همدارنګه هېڅ ټرانسپورتي وسیله نشته چې ټپیان روغتونونو ته یوسي. له سهاره تر مازیګر پنځو بجو پورې موږ د څښاک اوبه او خواړه پیدا نه کړل. خلک د سیند له اوبو ګټه اخلي، چې روغتیايي نه دي. د ماشومانو حالت ډېر خراب دی. که مرستې ونه شي، ماشومان به له جدي روغتیايي او تغذیوي ستونزو سره مخ شي.»

سازمان ټینګار کوي، چې زلزلې د پاکو اوبو سرچینې ګډوډې کړې، د ناروغیو وېره یې ډېره کړې او د خوړو لاسرسی یې محدود کړی دی. دغه سازمان وايي هڅه کوي پاکې اوبه هغو سیمو ته ورسوي چې د موټرو له لارې لاسرسی ورته ناشونی دی، بیړنۍ طبي پاملرنه وړاندې کړي او له شریکانو سره د عاجلو اړتیاوو په ارزونه کې مرسته وکړي.

یاد سازمان زیاتوي، چې د ماشومانو لپاره د پاملرنې ځانګړی مرکز هم جوړوي څو د هغوی د رواني روغتیا ملاتړ او اړین خدمتونه برابر کړي.

سمیرا سید رحمان، چې په افغانستان کې د دې سازمان د پروګرامونو مسؤله ده، وايي: «اوس د انسانانو د ژغورنې لپاره له وخت سره سیالي روانه ده – د هغو ټپیانو ایستل له لیرې پرتو کلیو څخه چې د ډبرو د رالوېدو له امله تړل شوي، او هغوی ته د پاکو اوبو، خوړو او سرپناه رسول ډېر ستونزمن دي. د دغو غرنیو سیمو ته د لاسرسي ستونزه د عادي وختونو خبره ده؛ خو اوس ډېری سیمې یوازې د پښو په وسیله رسېدونکې دي او هر ساعت ارزښت لري. کورنۍ بېړنیو مرستو ته اړتیا لري – هغوی زموږ له ډلو غواړي چې د خپلو د کورنیو د غړو په ښخولو، د ټپیانو په درملنه او د پاکو اوبو او خوړو په برابرولو کې مرسته وکړي.»

هغې زیاته کړه: «کله چې کورونه ونړېدل، یوازې دیوالونه او چتونه نه وو چې له منځه لاړل؛ بلکې خواړه، اوبه، کالي او لوښي هم له منځه لاړل. هر څه په څو ثانیو کې وران شول. د ماشومانو حالت بېخي بحراني دی. زموږ ډلې له ماشومانو سره مرسته کوي؛ خو زرګونه تنه لا هم عاجلو مرستو ته اړتیا لري. موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې بېړنۍ بودیجه ژر خوشې کړي او د ماشومانو اړتیاوې په لومړیتوب کې ونیسي. که سمدستي او دوامدار اقدام ونه شي، ماشومان به په راتلونکو ورځو او اونیو کې د روغتیا، خوندیتوب او هوساینې له جدي ګواښونو سره مخ شي.»

د طالبانو په وینا، د کنړ د زلزلې له امله تر اوسه ۱۴۱۱ کسان مړه شوي او ۳۱۲۴ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه په دې پېښه کې له ۵۰۰۰ ډېر کورونه هم ویجاړ شوي دي.