افغانستان

بریټانیا د زلزله‌ځپلو د ملاتړ لپاره یو میلیون پونډ بیړنۍ بودیجه ځانګړې کړه

بریټانیا اعلان وکړ چې د افغانستان د ختیځ په مرګونې زلزله کې د زیانمنو کورنیو د ملاتړ لپاره به یو میلیون پونډ بیړنۍ مرستې ورکړي.

دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د وکړو د صندوق (UNFPA)، سره صلیب او د سرې میاشتې د نړیوال فډراسیون له لارې پر زیانمنو خلکو ولګول شي. په دې کې به اړین روغتیايي خدمتونه، بیړني طبي کِټونه، رواني ملاتړ او د بې‌ځایه شوو کورنیو لپاره سرپناه برابریږي.

د بریټانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي ویلي: «په کونړ ولایت کې د زلزلې خبر ریښتیا هم غمجن دی، او موږ د افغانستان له خلکو سره ولاړ یو.»

په همدې حال کې د ترکیې سفارت په کابل کې اعلان کړی چې د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) نن ماښام د ۷۰ کیلويي مرستو کڅوړې، چې اوړه، وریجې، غوړي، بوره، چای او د پخلنځي وسایل پکې شامل دي، د زلزله‌ځپلو ۱۰۰۰ کورنیو ته لېږلي دي.

د ترکیې سرې میاشتې هم له تېرې شپې د ګرمو خوړو وېش پیل کړی او د افغانستان له سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ یې طبي او درملیز ملاتړ برابر کړی دی.

سربېره پر دې، ټاکل شوې سبا د یوې پوځي الوتکې له لارې خیمې، کمپلې او خوراکي توکي جلال‌آباد ته واستول شي او همدارنګه د «قطار نیکۍ» تر نوم لاندې له ۶۰۰ ټنه ډېرې بشردوستانه مرستې ژر افغانستان ته راورسېږي.

هند هم اعلان کړی چې ۱۰۰۰ کورنۍ خیمې یې کابل ته سپارلې او ۱۵ ټنه خوراکي توکي یې کونړ ته لېږدولي دي.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې څو شېبې مخکې کونړ بیا د ۵.۲ درجې ریښتر په کچه زلزلې ولړزاوه.

د سرچینو په وینا، د دې نوې زلزلې له امله لرې پرتو سیمو ته د لاسرسي ستونزې زیاتې شوې او د مرستو رسوونکي له جدي ستونزو سره مخامخ شوي دي.