افغانستان

اروپایي اتحادیې د زلزله‌ځپلو لپاره یو میلیون یورو مرسته اعلان کړه

اروپایي اتحادیې اعلان کړی چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ مرګونې زلزلې د پایلو د مدیریت لپاره به یو میلیون یورو د بیړنیو بشردوستانه مرستو بودیجه او ۱۳۰ ټنه غیرنقدي توکي واستوي.

د دې ادارې د چارواکو په وینا، نوی مالي بودیجه به د زیانمنو خلکو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي او د هغو بشردوستانه سازمانونو له لارې به ولګول شي چې همدا اوس په سیمه کې فعال دي.

اروپایي اتحادیې زیاته کړې چې د مرستو له زېرمې څخه یې اړین توکي برابر کړي، چې خیمې، کالي، طبي وسایل او د اوبو د تصفیې مواد پکې شامل دي. ټاکل شوې دا مرستې د روانې اونۍ تر پایه په دوو الوتنو کې کابل ته ورسول شي.

سربېره پر دې، د اروپایي اتحادیې د کوپرنیک سپوږمکۍ خدمت هم فعال شوی څو د بیړنیو نقشه‌کشیو له لارې د مرستو د لېږد بهیر اسانه کړي.

دغه تازه مرسته د ۱۶۱ میلیونه یورو پر مرستو سربېره ده، چې اروپایي اتحادیې د ۲۰۲۵ کال لپاره افغانستان ته ځانګړې کړې وې.

زلزلې د یکشنبې په شپه  کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه ولړزول. تر اوسه لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان مړه شوي چې د طالبانو په وینا کېدای شي دا شمېر نور هم زیات شي.

په همدې حال کې د اروپایي اتحادیې د بشردوستانه مرستو او د کړکېچ د مدیریت کمېشنره، حجه لحبیب، په یوه اعلامیه کې ویلي: «دا چې دا تازه زلزله د افغانستان پر سخت بشري وضعیت نور فشار راوړي، اروپایي اتحادیه د مرستو لپاره داسې ګام اخلي، لکه څنګه مو چې د ۲۰۲۳ کال د زلزلې پر مهال وکړل، ټولې شته سرچینې مو د زیانمنو خلکو د مرستې لپاره بسیج کړي.»

هغې ټینګار وکړ چې دا مرسته په ځانګړي ډول د هغو سیمو لپاره حیاتي ده چې د زلزلې پر زیانونو سربېره، په تېرو څو میاشتو کې له پاکستان څخه د ګڼ شمېر افغان کډوال د بېرته راستنېدو کوربنې وې.