نړۍ

اردوغان: پوتین او زیلنسکي د جګړې د پای لپاره مخامخ لیدو ته لا تیار نه دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې هغه د چین په شانګهای همکارۍ سازمان غونډه کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو پر لارو چارو خبرې کړي او هم یې د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره ټیلیفوني اړیکه نیولې؛ خو دواړه خواوې “لا د رهبرانو د مخامخ لیدو لپاره تیارې نه دي.”

اردوغان د چین له سفر څخه د الوتکې په سفر کې خبریالانو ته وویل چې په وروستیو میاشتو کې په استانبول کې د روسیې او اوکراین د چارواکو ترمنځ خبرو ښودلې چې د سولې لار لا هم پرانستې ده.

هغه وویل، ترکیه غواړي د مذاکراتو کچه په تدریجي ډول لوړه کړي ترڅو د سولې هیلې په ملموسو پایلو بدلې شي؛ خو هر نوښت باید په نهایت کې د رهبرانو په کچه ترسره شي، چې لا هم شرایط  ورته نه دي برابر شوي.

ترکیه، چې د ناټو غړیتوب لري، د ۲۰۲۲ کال پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې د مسکو او کیف سره یې اړیکې پرانیستې ساتلي او هڅه کوي د دواړو خواوو منځګړتوب وکړي.