په کابل کې د ایران سفارت وايي چې د دغه هېواد لومړنۍ بشردوستانه مرستې د افغانستان د کونړ ولایت زلزلهځپلو ته رسېدلې دي.
سفارت نن سېشنبه (د وږي ۹مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا مرستې ۸۰ ټنه اوړه او غوړي دي، چې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي د کونړ د سفر پر مهال د سیمې چارواکو ته سپارلي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه مرستې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې استازو او د طالبانو ولایتي چارواکو په کونړ او ننګرهار کې ترلاسه کړې.
د ایران سفارت د بیکدلي له قوله لیکلي چې د نوموړي د سفر موخه د زلزلهځپلو د مرستو د وضعیت ارزونه وه. هغه زیاته کړې: «ایران په سختو شېبو کې تل د افغانستان د خلکو ترڅنګ ولاړ دی.»
