نړۍ

شمالي کوریا د جاپان پر فضا خپله تر ټولو لیرې واټن ویشتونکې توغندويي ازموینه وکړه

شمالي کوریا له پنځو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره یو بالستیک توغندی ازمایلی دی. دغه توغندی د جاپان له خاورې تېر شو.

د شمالي کوریا له دغه خطرناک اقدام وروسته په جاپان کې د ټولو اورګاډیو حرکت د لنډمهال لپاره ودرول شو او وګړو ته خبرداری ورکړل شو ترڅو په مناسب ځای کې پناه ونیسي.

دا له ۲۰۱۷ کال وروسته د شمالي کوریا لومړی بالستیک توغندی دی چې ازمایل کېږي.

توکیو وایي، چې دغه توغندی ۴ زره او ۶۰۰ کیلومتره واټن وېشتی شي او د شمالي کوریا د توغندیزو ازمایښتونو ترمنځ له ترټولو اوږد واټن څخه تېر شوی دی.

د شمالي کوریا وروستیو ازمایښتونو د واشنګټن له خوا له نسبتاً نرمو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

د شنونکو په وینا واشنګټن خپل زیات پام د اوکراین جګړې او خپلو نورو کورنیو او بهرنیو کړکېچونو ته اړولی دی. که څه هم د امریکا پوځ په سیمه کې د خپل ځواک نندارې ته اېښودل زیات کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن سویلي کوریا او جاپان کې له خپلو سیالانو سره په ټلیفوني خبرو کې د شمالي کوریا اقدامونه وغندل.

هغوی ټینګار کړی، چې دغه ازمایښتونه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا له پرېکړه لیک څخه ښکاره سرغړونه ده چې د پیونګ یانګ پر توغندیز او اټومي پروګرامونو یې بندیزونه لګولي دي.

د سویلي کوریا ولسمشر یون سوک یول دغه ازمایښت «غیر مسوولانه» بللی او ویې ویل: »هېواد به یې له خپلو ملاتړو سره شمالي ګاونډي ته قاطع غبرګونونه وښیي.»

په همدې حال کې د سویلي کوریا د دفاع وزیر د سه شنبې پر ورځ د دغه هېواد په پارلمان کې وویل، چې شمایي کوریا د راتلونکي کال په مې میاشت کې د اټومي ازموینې لپاره د چمتوالي په حال کې ده.