د ناروې د کډوالو شورا (NRC) سرمنشي یان ایګیلانډ، د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله د بشري وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې نړیوال تمویل کوونکي باید خپلې پرېښودل شوې ژمنې بېرته عملي کړي.
ایګیلانډ پر خپله ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي: “تقریباً هر کور زیانمن شوی یا ویجاړ شوی. ژوندي پاتې کسانو نږدې هر څه له لاسه ورکړي دي.”
هغه ویلي، د ناروې د کډوالو شوای ډلې په سیمه کې د ګډو ارزونو وروستۍ چارې ترسره کوي څو بیړنۍ مرستې پیل کړي؛ خو د ده په وینا، د تمویل له جدي کمښت سره مخ دي. “زیانمې کورنۍ انتظار نه شي کولی؛ خو رښتینی ملاتړ نشته.”
د یادې شورا سرمنشي زیاته کړې چې د ناټو هېوادونو هغه ژمنې چې د افغان نجونو او هلکانو د ملاتړ لپاره یې کړې وې، تر اوسه پوره شوې نه دي.
د ۶.۰ کچې په شدت دا زلزله د اګست پر ۳۱مه د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد ښار ته نېږدې رامنځته شوه چې له امله یې د لومړنیو راپورونو پر بنسټ له ۸۰۰ زیات کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان او څو نورو ادارو خبرداری ورکړی چې که بیړنۍ نړیوالې مرستې ونه رسېږي، د تلفاتو او ناروغیو شمېر لا زیاتېدای شي.
