د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د وروستۍ زلزلې له امله د رامنځته شوي ناوریني وضعیت په تړاو خبرداری ورکړی، چې که بېړنۍ بشري مرستې ونه رسېږي، د تلفاتو شمېر به نور هم لوړ شي.
د اګست پر ۳۱مه د ۶ درجې په شدت یوې ویجاړوونکې زلزلې د کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونه ولړزول. چارواکي وایي په دې پېښه کې تر اوسه له ۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰۰۰ نور ټپیان دي، خو د تلفاتو د زیاتېدو وېره شته ده.
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل وروستي وضعيراپور کې ویلي چې د څښاک اوبو، سرپناه او روغتیايي خدمتونو نشتوالی د ساري ناروغیو د خپرېدو خطر زیات کړی دی. د دې ادارې په وینا، د ټپيانو یو شمېر د سختو ټپونو، د هډوکو ماتېدو او «کرش سنډروم» له ستونزې سره مخ دي او بیړنیو جراحي خدمتونو ته اړتیا لري.
یاد سازمان تر ۲۳ مټریک ټنه زیات درمل او بیړني طبي توکو په ګډون د جراحي کټونو او محلولونو زلزلهځپلو سیمو ته لېږدولي دي. همدارنګه ګرځنده ډلې ځای پر ځای شوې دي چې د رواني ملاتړ او څارنې چارې ترسره کړي.
د دې ادارې په وینا، د لارو د ویجاړتیا او روانو زلزله جټکو له امله د مرستو رسېدل له جدي ستونزو سره مخ دي، او د افغانستان د نازک روغتیايي سیسټم د وړتیاوو د کمښت له کبله پر نړیوالو مرستو د بشپړې تکیې اړتیا ده.
د روغیتا نړیوال سازمان له نړیوالو مرستهکوونکو هېوادونو او سازمانونو غوښتي چې د ژوند ژغورنې لپاره بیړنۍ مرستې او مالي ملاتړ برابر کړي.
