افغانستان

کاناډا او فرانسې له زلزله‌ځپلو سره خواخوږي وښوده

عکس از آوار به جا مانده از زمین‌لرزه در کنر

د فرانسې او کاناډا حکومتونو د زلزلې له زیانمنو شویو خلکو سره، په ځانګړي ډول د کونړ له اوسېدونکو سره خواخوږي څرګنده کړې ده او ویلي یې دي چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره خپلو بشردوستانه هڅو ته ژمن پاتې کېږي.

د کاناډا حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه هېواد چمتو دی د خپلو بشردوستانه شریکانو له لارې له زلزله‌ځپلو خلکو سره مرسته وکړي.

په دې اعلامیه کې راغلي دي: «کاناډا د افغانستان د زلزلې له امله د مرګ‌ژوبلو او ورانۍ له کبله ژور خپګان څرګندوي. زموږ زړونه له ټولو زیانمنو شویو خلکو سره دي او کاناډا چمتو ده چې د خپلو بشردوستانه شریکانو له لارې پر وخت ملاتړ وکړي.»

د فرانسې حکومت بیا لیکلي دي: «فرانسه په دې نوې آزموینه کې د افغانستان له خلکو سره خپله بشپړه همدردي څرګندوي. فرانسه به د خپلو بشردوستانه هڅو له لارې د افغان ښځو او نارینه وو په ملاتړ کې ژمنه پاتې شي.»

طالبانو تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د یکشنبې شپې (د وږي ۹مه) په کونړ کې د زلزلې له امله تر اوسه لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰۰ تنه ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې طالبانو د ننګرهار د زلزلې د قربانیانو شمېر ۱۲ تنه مړي او ۲۵۵ تنه ټپیان ښوولي دي. دې زلزلې په لغمان، نورستان او پنجشیر ولایتونو کې هم د خلکو ژوند اخیستی دی.

طالبانو ټینګار کړی چې لا هم یو شمېر کسان د ورانو ودانیو تر خاورو لاندې پاتې دي، د ژغورنې عملیات روان دي او د تلفاتو د زیاتېدو امکان شته دی.

دغه زلزله د یکشنبې شپه شاوخوا پر ۱۲ بجو د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د ۶ درجې په کچه رامنځته شوه او مرکز یې د کونړ اسعدآباد ښودل شوی دی.