د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي او مرکزي اسیا څانګې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د اګست په ۳۱مه شوې مرګونې زلزلې له امله له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي: “موږ د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله چې د خلکو د ژوند د ضایع کېدو لامل شوه، ډېر خواشیني یو. موږ په دې سختو شېبو کې د افغانستان له ولس سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو.”
د یادونې ده چې د شپې له خوا رامنځته شوې زلزلې د کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان په ګډون په ختیځو ولایتونو کې درانه تلفات او مالي زیانونه اړولي دي.
