بشري حقوق

«زلمي بنسټ» د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره لس میلیونه کلدارې مرسته اعلان کړه


د پاکستان د «زلمي بنسټ» مشر جاوېد افریدي اعلان کړی چې د افغانستان د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره لس میلیونه کلدارې مرسته کوي.

افریدي پر ټولنیزو رسنیو لیکلي چې د افغانستان په ختیځ کې زلزله یوه ستره غمیزه ده چې سلګونه کورنۍ یې د خپلوانو له لاسه ورکولو او د کورونو له نړېدو سره مخ کړي دي. هغه زیاته کړې: زموږ دعاوې له افغان وروڼو او خویندو سره دي. ډېرې کورنۍ سختې شېبې تېروي او موږ ورسره ولاړ یو.”

دغه اعلان وروسته له هغه شوی چې د افغانستان کرېکټ بورډ له کورنیو سوداګرو او شتمنو کسانو غوښتي و چې له زلزله‌ځپلو سره بیړنۍ مرستې وکړي. بورډ ویلي و چې د کونړ او نورو ختیځو ولایتونو خلک د زلزلې له امله له درنو تلفاتو سره مخ شوي او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

زلزله د یکشنبې په شپه د کونړ ولایت په غرنیو سیمو کې د ۶ درجې په شدت شوې وه چې د وروستیو ریپورټونو له مخې تر اوسه یې یوازې په دې ولایت کې نږدې ۸۰۰ کسان وژلي او له ۲۵۰۰ ډېر یې ټپیان کړي دي.