افغانستان

د هند، ایران او پاکستان مشرانو له زلزله‌ځپلو افغانانو سره د مرستو ژمنه وکړه

د هند، ایران او پاکستان مشرانو د هېواد ختیځ کې د وروستۍ زلزلې قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، له زیان‌منو شویو خلکو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د خواخوږۍ په پیغام کې ویلي، چې د هغه هېواد حکومت چمتو دی بشري مرستې او اړینې توکې زلزله‌ځپلو سیمو ته واستوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، دغه زلزله نه یوازې په کابل، بلکې د پاکستان په یو شمېر سیمو، لکه اسلام‌اباد کې هم احساس شوې ده.

هغه زیاته کړې: «کله چې د سلګونو کسانو د مړینې او د کلیو د ویجاړۍ راپورونه تایید شول، زموږ زړونه له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره دي.» شریف ټینګار کړی چې پاکستان د مرستې لپاره تیار دی.

د هند لومړي وزیر نریندرا موډي په خپل پیغام کې ویلي: «د انساني تلفاتو له امله ژور خپه یم» او ټینګار یې کړی چې هند چمتو دی هر ډول ممکنه مرسته او عاجله مرستندويي زیانمنو شویو ته برابر کړي.

یاده زلزله لږ تر لږه ۸۰۰ تنه وژلي او تر ۲۵۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې ټول قربانیان د کنړ ولایت اوسېدونکي دي، او زیاته کړې یې ده چې په ګاونډي ولایت ننګرهار کې هم ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۵۵ تنه ټپیان شوي دي. د لومړنیو راپورونو له مخې، دا زلزله د ریشتر ۶ درجې په شدت، د یکشنبې په په شپه د کونړد اسعدآباد ښار ته نږدې، د ۲۷ کیلومترو ژوروالي سره، د جلال‌اباد ښار په شاوخوا کې شوې ده.