د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامنیم جې شنکر اعلان وکړ چې له طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي سره یې د ټیلیفوني اړیکې پر مهال، د زلزلهځپلو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د هند د مرستو لړۍ یې اعلان کړې ده.
د هغه په وینا، هند نن په کابل کې ۱۰۰۰ کورنۍ خیمې سپارلي دي او د ۱۵ ټنه خوراکي توکو یوه کڅوړه هم د هند د ډیپلوماتیک ماموریت له لارې له کابل څخه کونړ ته د روانېدلو په حال کې ده. نوموړي زیاته کړه چې سر له سبا به له هند څخه نورې مرستې هم واستول شي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر د ټپیانو د ژر روغېدو هیله وکړه او ټینګار یې وکړ چې هند په دې سختو شېبو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی.
