افغانستان

د دولتي موټرو په کارولو کې د طالبانو له بې‌احتیاطۍ د کابل ښاریانو شکایت

د کابل یو شمېر اوسېدونکي، د طالبانو له خوا د دولتي موټرو له ناسمې ګټې اخیستو شکایت لري او وایي، چې په یوه دولتي موټر کې په یوه وخت ۱۵ تنه طالبان تګ راتګ کوي؛ هغه کار چې د قانون خلاف او د ښار د بې‌نظمۍ او د دندې له صلاحیت څخه د طالبانو د ناسمې ګټې اخیستنې لامل ګڼل کېږي.

هغوی ټینګار کوي چې په مخکیني حکومت کې هم د زورواکو له خوا دا ډول خپلسرۍ وې، چې او لا زیاتې شوې دي او مخه یې باید ونیول شي.

د حمزه او ۷ اولادونو کیسه یې چې اوس مور نه لري

حمزه په کابل کې ژوند کوي. هغه څلور میاشتې مخکې د طالبانو له خوا د ترافیکي قوانینو د نه مراعاتولو او بې پامۍ له امله خپله مېرمن له لاسه ورکړه او خپله هم ټپي شو.

د حمزه ترټولو کوچنی زوی یو کلن دی دغه ماشوم تر اوسه نه پوهېږي چې په مور یې څه راغلي دي؛ له همدې امله، په کور کې خپلې مور پسې ګرځي، هغه نه پوهېږي چې مور یې نور هېڅکله کور ته نه راستنېږي.

حمزه وایي، چې په اوسني وضعیت کې یې له مېرمنې پرته د ۷ اولادونو سرپرستي د دې لامل شوی، چې هغه پر رواني ناروغۍ اخته شي.

هغه وایي: «د طالبانو د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او ګړندی تګ، چې دولتي موټر یې چلاوه د دې لامل شو، چې زه او کورنۍ مې له تریخ ژوند سره مخ شو.»

وموغوښتل په دې اړه د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نظر ولرو؛ خو په پرله پسې اړیکو سره پر دغه کار بریالي نه شوو.

صبغت الله د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي د دویم کال محصل دی. هغه وایي، چې طالبان له دولتي موټرو په سمه توګه کار نه اخلي او هغوی په ترافیکي قوانینو نه پوهېږي چې دغه موضوع د وګړو د اندېښنې لامل شوې ده.

هغه په دوام کې زیاته کړه: «په مخکیني حکومت کې د موټرو د ناسمې ګټې اخیستنې په اړه پروګرامونه او پالیسۍ وې؛ خو اوس دغه موټر له منځه تللي او ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دي.»

د طالبانو له راتګ سره، ډېری دولتي موټر بې درکه شول

سیاسي کارپوهان وایي چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره، د دولتي ادارو زیات شمېر موټر بې درکه شوي دي او شواهد ښیي چې ډېری دغه موټر په ګاونډیو هېوادونو او ان په عربي هېوادونو کې لیدل شوي دي چې د قاچاقبرانو او نامالومه کسانو له خوا هلته لېږدول شوي دي.

سیاسي کارپوه احمدخان اندړ په دې اړه باوري دي چې: «طالبان په کابل او نورو ولایتونو کې له دولتي موټرو په غیرقانوني توګه کار اخلي او د مخکیني حکومت دغه کړنه چې اوس هم ترسره کېږي د قانون خلاف ده.»

اندړ زیاته کړې: «دغه موټر د ټولو افغانانو پورې اړوند دي او د بیت‌المال دي چې باید په زیاتې پاملرنې سره کار ترې واخیستل شي.»

هغه وویل، چې د لومړنیو مالوماتو له مخې یوازې د چارو په اداره کې ۱۰۰ ګران بیه موټر بې درکه شوي او اوس په دغه اداره کې نشته چې «باید پاملرنه ورته وشي ترڅو دغه موټر پيدا شي او په سمه توګه وکارول شي.»

په دې لړ کې موده مخکې د طالبانو د پوهنې وزارت د بشري منابعو رییس اول‌ګل ایوبي د خپل واده په مراسمو کې دولتي موټر ګلپوش کړي وو، چې پر هغو دولتي موټرو سربېره چې د ایوبي په واک کې وو، یو شمېر نور دولتي موټر هم ګلپوش شوي وو او د ده د موټرو له کاروان سره وو.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان له بیت‌المال څخه ساتنه له مخکیني حکومت سره خپل یو مهم توپیر بولي.

مخکې هم راپورونه خپاره شوي وو، چې یوه طالب په پوځي چورلکه کې خپله مېرمن له لوګر ولایت څخه د واده پر ورځ خوست ته لېږدولې وه، چې په ټولنیزو پاڼو کې یې ګڼ غبرګونونو له ځان سره لرلي دي.