افغانستان

طالبان: د جلال‌اباد-کونړ عمومي سړک د ټرافیکو پر مخ پرانیستل شو

د طالبانو تر ادارې لاندې د ټولګټو وزارت وايي، چې د تیرې شپې زلزلې له امله د کونړ ولایت اړوند د جلال‌اباد- کونړ عمومي سړک د څوکۍ او نورګل ولسوالیو ترمنځ سیمه کې شاو خوا د شپې ۱۲ بجې غر ښویدنه رامنځ ته شوې وه، چې له امله یې یاد سړک د ټرافیکو پرمخ تړل شوی و.

دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اړوند ولایتي ټیم سیمې ته ځان رسولی و او په پرلپسې هڅو یې یاده لویه لار بیرته پرانیستلې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کونړ ولایت د مزاردرې او د ديوه ګل درې سړکونه هم د وسایطو د تګ راتګ پرمخ تدل شوې دي، چې د نورو ادارو په همکارۍ سره یې د پاک کولو چارې کړندۍ روانې دي او هڅه کوي چې یادې لارې بیرته پرانیستل شي.

د طالبانو تر ادارې لاندې د کونړ ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مسؤولین وایي، د وروستیو شمېرو له مخې، د تېرې شپې زلزلې له امله د مړو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسېدلي دي.

د هغوی په وینا، نږدې ۱۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

د طالبان په وینا، دغه تلفات په نورګل، سوکي، وتپور، مانوګي او چپه دره ولسوالیو کې راپور شوي دي.

همدارنګه په ننگرهار کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر ویلي دي چې په دې زلزلې کې ۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپيان شوي دي. په ورته وخت کې راپورونه ښيي چې په لغمان ولایت کې هم د دې زلزلې په ترڅ کې ګڼ کسان ټپيان شوي دي.