د روسیې ولسمشر ولاډیمیر پوټین ویلي، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اګسټ میاشتې په سرمشریزه کې شوي «تفاهمونه» کولی شي د اوکراین د سولې لپاره لاره پرانیزي.
هغه دا څرګندونې د چین په کوربهتوب د یوې سیمهییزې سرمشریزې پر مهال وکړې.
کییف او د هغې لوېدیځ متحدین د روسیې له خوا په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوې پراخې جګړې ته د «استعماري فتحې جګړه» وايي، چې موخهیې د خاورې نیول دي، خو روسیه دا یوه «ځانګړې پوځي عملیات» بولي چې موخه یې د اوکراین «غیر مسلح کول» ښيي.
پوټین، د هند لومړی وزیر نریندرا موډي، او د منځنۍ اسیا، منځني ختیځ، سویلي اسیا او سویل ختیځې اسیا مشران د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې چې د چین د تیانجین ښار کې د ولسمشر شي جینپینګ په کوربهتوب جوړه شوې، ګډون کړی و.
پوتین په دې غونډه کې وویل: «موږ د چین او هند هغه هڅې او وړاندیزونه ډېر ارزښتمن بولو چې د اوکراین د کړکېچ د حل لپاره شوي دي. زه هیله لرم چې د روسیې او امریکا تر منځ د الاسکا په وروستۍ لیدنه کې ترلاسه شوي تفاهمونه هم د همدې هدف لپاره مرسته وکړي.»
هغه زیاته کړه چې د یکشنبې په ورځ یې له شي جینپینګ سره د ټرمپ سره د خپلو خبرو جزئیات شریک کړي او هغه «کارونه چې د شخړې د حل لپاره روان دي» ورته توضیح کړي، او دا به نور جزییات هم د دوه اړخیزو لیدنو پر مهال له چینایي مشر او نورو سره شریک کړي.
پوتین ټینګار وکړ: «د دې لپاره چې د اوکراین شخړه دوامداره او اوږدمهاله حل ومومي، باید د دې کړکېچ اصلي لاملونه حل شي.»
پوڼین یو ځل بیا وویل چې د دې جګړې یوه بنسټیزه سرچینه «دا دوامداره هڅې دي چې لوېدیځ غواړي اوکراین ناټو ته داخل کړي.»
