په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت په ختیځو ولایتونو کې د زلزلې له امله د تلفاتو په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ژغورنې ډلې په دغو سیمو کې حضور لري.
دغه سازمان پر اکس لیکلي، چې د ختیځې سیمې ویجاړوونکي زلزلې له امله، سلګونه انسانان مړه شوي او یو شمېر زیاد کسان ټپیان دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت ویلي: «زموږ ډلې په سیمو کې حاضرې دي او بېړنۍ مرستې او د ژوند ژغورنې ملاتړ برابروي. زموږ خواخوږي د اغېزمنو ټولنو سره ده.»
تېره شپه د رشټر شپږو درجو په کچه زلزلې ختیځ ولایتونه په ځانګړې ډول کونړ ولړزاوه.
د طالبانو تر ادارې لاندې د کونړ ولایت د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې مسؤولین وایي، د وروستیو شمېرو له مخې، د تېرې شپې زلزلې له امله د مړو شمېر ۵۰۰ تنو ته رسېدلي دي. د هغوی په وینا، نږدې ۱۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
