د کډوالو نړیوال سازمان وایي، چې په ننګرهار او کونړ ولایتونو د سختو بارانونو له امله ناڅاپي سېلابونه راووتل، چې له امله یې څه باندې ۴۰۰ کورنۍ اغېزمنې شوې دي.
یاد سازمان نن (یکشنبه) پر «ایکس» ټولنیزه شبکې لیکلي، چې سېلابونو د خلکو پر کورونو، سړکونو او کرنیزو ځمکو درانه زیانونه اړولي دي.
د کډوالو نړیوال سازمان د مالوماتو له مخې، د دې سازمان مرستندویه ډلې دا مهال په سیمه کې شتون لري، د زیانمنو خلکو بیړنۍ اړتیاوې ارزوي او د مرستو لړۍ روانه ده.
په همدې حال کې، پرون د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې او چپرهار ولسوالیو کې د سېلابونو له امله پنځه تنه مړه شوي او اته نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار سیمهییزو طالبانو چارواکو ویلي، چې سېلابونو د یادو ولسوالیو د تګراتګ لارې سختې ویجاړې کړې دي.
د هغوی په وینا، په دغو سېلابونو کې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه او د اوبو بندونه هم سخت زیانمن شوي دي.
یادونه باید وشي، چې په وروستیو کلونو کې طبیعي پېښو د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خلک له درنو تاوانونو سره مخ کړي، او لسګونه کورنۍ یې بېکوره کړې دي.
یو شمېر زیانمنو شویو کسانو مخکې ویلي، سره له دې چې په دغو پېښو کې یې هر څه له لاسه ورکړي، خو تر اوسه ورته هېڅ مرسته نه ده رسېدلې.
