افغانستان

د وږي نهمه له افغانستانه د وروستي امریکايي سرتیري د وتلو څلورمه کلیزه ده

له افغانستان د وروستي امریکایي سرتیري د وتلو انځور

نن، یکشنبه د وږي میاشتې نهمه، د هغه ورځې څلورمه کلیزه ده چې وروستی امریکایي سرتېری له افغانستانه ووت. څلور کاله مخکې په همدې ورځ، وروستی امریکایي سرتیری، تورن جنرال کریس ډوناهیو  د وروستي پرواز په ترڅ کې د کابل نړیوال هوايي ډګر پرېښود او متحده ایالاتو خپل وسله‌وال حضور، چې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ پورې یې دوام وکړ، رسماً پای ته ورسوو.

د امریکایي ځواکونو وتل د پخواني نظام له سقوط او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یو وخت و.

د امریکا د دفاع وزارت د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۳۰مه، اعلان وکړ چې له شلو کلونو جګړې وروسته یې وروستی عسکر له افغانستانه وایست.

له دې رسمي اعلان سره سم، د هغه وروستي امریکایي سرتېري انځور خپور شو چې د افغانستان خاوره یې پرېښوده. دغه وروستی عسکر جنرال کریستوفر تاد دوناهو و.

له څلورو کلونو تېرېدو سره سره، د امریکایي ځواکونو وتل لا هم له بېلابېلو نقدونو او نظرونو سره مخامخ دي.

یوشمېر سیاستوال او د نړۍ مشران، په ځانګړي ډول د امریکا د کانګرس غړي او پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، دا یوه «فاجعه‌باره پېښه» بللې ده.

همدارنګه، د وتلو د عملیاتو پر مهال د یوه زورور چاودنې په پایله کې له ۱۷۰ ډېر افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکایي سرتېري د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې ووژل شول.