د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یو نظر پوښتنه ښيي، چې د افغانستان ۹۲ سلنه وګړي د نجونو د زدهکړو له حق څخه ملاتړ کوي.
دغه نظرپوښتنه د ښځو او نجونو وضعیت په لسو مهمو برخو کې څېړي، چې پکې زدهکړه، کار، امنیت او د تګ راتګ ازادي شامله ده.
بل خوا، یو شمېر ښځې او نجونې د طالبانو پر تګلارو د نیوکې ترڅنګ وایي، چې د زدهکړو او کار بندیز د دوی ژوند او راتلونکی له جدي ستونزو سره مخامخ کړی دی.
