لویدیځه اسیا

د اوکراین پر سویل او مرکز باندې د روسیې بریدونو کې یو کس وژل شوی او ۲۴ ټپیان شوي

د اوکراین پر سویل او مرکز باندې د روسیې د تازه بریدونو په پایله کې، یو کس وژل شوی او ۲۴ تنه نور ټپیان شوې دي.

اوکرایني چارواکي وايي، چې په دغو بریدونو کې، د زاپوریژیا په ښار کې یو پنځه پوړیز استوګنیز بلاک په نښه شوی او په ټپیانو کې درې ماشومان هم شامل دي.

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي، مسکو ېې تورن کړی چې د خبرو اترو د چمتووالي پر ځای، له موقع څخه د پراخو بریدونو د پلان جوړولو لپاره کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې اوونۍ په لومړیو کې، د جګړې له پیلېدو راهیسې، پر کي‌یف د دویم لوی هوایي برید په ترڅ کې، ۲۳ تنه ووژل شول، چې له امله ېې د اوکراین په پلازمېینه کې یوه ورځ ملي ماتم اعلان شو.

روسیې تر اوسه د دغو تازه بریدونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.