سرچینې وایي چې د تورخم دروازه نن سهار راهیسې په بشپړه توګه د هر ډول تګ راتګ پر مخ بنده شوې ده.
دوه باوري سرچینې وایي چې دغه دروازه د سېلابونو د راوتلو او د ټلیفوني شبکې د خرابېدو له امله په لنډمهالې ډول بنده شوې ده.
یوې سرچینې، ویلي: «د دغه ځای کمپیوټري سیسټم کار نه کوي. نو ځکه چارواکي هڅه کوي چې هغه ترمیم کړي، او کله چې شبکه ترمیم شي، سرحد به بیا پرانستل شي.»
دا په داسې حال کې ده چې سرچینو مخکې له دې تایید کړی و چې تېر ماښام (۷ سنبله) د پاکستان د پولې ساتونکو او طالبانو ترمنځ نښتې شوې وې.
د سرچینو په وینا، دغه نښته لومړی د طالبانو له لوري پیل شوې او په کې د پاکستان د پولې ساتونکو یو افسر ټپي شوی دی.
سرچینې زیاتوي چې دغه نښته یوازې څو دقیقې دوام وکړ. طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
