افغانستان

طالبان: په بلخ کې یو ځوان ځانوژنه کړې


د طالبانو د امنیه قوماندانۍ مسوولین تاییدوي چې د بلخ ولسوالۍ په سیمه کې یو ۱۷ کلن ځوان ځان وژنه کړې ده.

د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق وايي، پېښه د جمعې په سهار (د وږي ۷مه) رامنځته شوې او دغه ځوان د ټوپک په ډزو خپل ژوند پای ته رسولی دی.

د پېښې د قرباني د هویت په اړه تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي او د ځان وژنې د انګېزې په اړه هم څه نه دي روښانه شوي.

په ورته وخت کې، سرچینې وايي چې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته، په ځانګړي ډول په وروستیو میاشتو کې د ځوانانو تر منځ د ځان وژنې پېښې زیاتې شوې دي. د څېړونکو په وینا، اقتصادي فشارونه، د کار د فرصتونو نشتوالی، رواني ستونزې او د راتلونکي په اړه ناامیدي د دغو پېښو له مهمو عواملو ګڼل کېږي.

په بلخ کې سیمه‌ییزې سرچینې زیاتوي چې د رواني مشورو د کافي خدمتونو نشتوالي، کورنیي مالي فشارونو، او مرستدویه بنسټونو ته محدود لاسرسي د ځوانانو وضعیت لا پسې کړکېچن کړی دی.