آزادۍ جبهې د کابل ښار په ششدرک سیمه کې د پرون ماښام د چاودنې مسؤولیت منلی او ویلي یې دي چې په دغه برید کې د طالبانو د استخباراتو یو غړی وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
دغې جبهې په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې په برید کې یې د طالبانو د استخباراتو څلویښتم ریاست په نښه کړی او دا اداره یې «بدنامه» بللې ده.
تر دې وړاندې سرچینو آمو ته تایید کړې وه چې تېره شپه (د وږي ۷مه) د کابل ښار د عبدالحق څلور لارې ته څېرمه چاودنه شوې ده.
طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
