د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې مشر له منظورۍ وروسته د مشاعرو د تنظیم قانون په رسمي جریده کې خپور شوی دی. دا قانون درې بابونه، دوه فصلونه او ۱۳ مادې لري او د شاعرانو د شعرونو منځپانګه، د مشاعرو جوړولو څرنګوالی او د ارزونې د کمېټو دندې تنظیموي. د قانون د پلي کولو مسوولیت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارل شوی دی.
د دغه قانون له مخې، شاعران مکلف دي چې په خپلو شعرونو کې له “توهیني څرګندونو، قومي او ژبني تفرقهجوړونې، د اسلامي شعایرو سپکاوی، د غیر اسلامي اخلاقو تبلیغ، د امیرالمؤمنین د فرمانونو نیوکه، او د نجونو او هلکانو ستاینو” څخه په کلکه ډډه وکړي. همدارنګه د لمانځه او اذان وختونو ته د درناوي شرط هم ورزیات شوی دی.
شنونکي باور لري چې دا قانون د بیان ازادۍ او هنري خلاقیت لپاره یو جدي ګواښ دی. د هغوی په وینا، مشاعره چې د افغان فرهنګ او ادبي ژوند مهم رکن بلل کېږي، د سختو سیاسي او مذهبي چوکاټونو تر سیوري لاندې به خپله طبیعي تنوع له لاسه ورکړي.
د نوي قانون پر بنسټ، ځانګړې کمېټې د مشاعرو د ارزونې مسووله ده او د شعرونو “منفي ټکي” باید لرې او پر ځای یې “مثبت ټکي” ځای پر ځای شي. نقادان دا کار د سانسور یو بله بڼه بولي چې پر شاعرانو د بیان ازاد بیان پر ځای د ځانسانسورولو دود تحمیلوي.
همدارنګه، د دغه قانون له مخې هغه شاعران چې د “اسلامي ارزښتونو” د ترویج په برخه کې کار وکړي مکافات تر لاسه کوي؛ خو د قانون سرغړوونکي د شریعت پر بنسټ مجازات کېږي. فرهنګي فعالان وايي چې دا ماده د شعر سیاسي کول لا پیاوړې کوي او د شاعرانو ادبي نوښت د یوې رسمي ایډیالوژۍ تابع ګرځوي.
منتقدان ټینګار کوي چې د دغه ډول قوانینو پر ځای باید د افغان فرهنګي میراث د ودې لپاره ازاد او پرانیستی فضا رامنځته شي، ځکه ادبیات او هنر یوازې هغه وخت غوړېږي چې د فکر د بیان آزادي موجوده وي.
