ښځې

ملګري ملتونه: ډېری افغان وګړي د نجونو د زده‌کړو د دوام غوښتونکي دي

له زده‌کړو بې‌برخې شوې انجونې انځور

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې د طالبانو له لوري د نجونو د منځنیو زده‌کړو د بندېدو څلور کاله وروسته، په افغانستان کې د ښځو د حقونو کړکېچ په «عادي کېدو» دی.

د دې ادارې د بشردوستانه چارو مشرې، سوفیا کالتورپ، د جمعې په ورځ په جنیوا کې یوې خبري ناستې ته وویل، د یوه سرتاسري نظرپوښتنې پایلې ښيي چې له ۹۰ سلنې زیات افغان وګړي؛ ښځې او نارینه، په ښارونو او کلیو کې د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کوي.

هغې ټینګار وکړ: «روښانه ده چې د بندیزونو سره سره، د افغانستان خلک غواړي چې نجونې یې د زده‌کړې حق ته لاسرسی ولري.»

نوموړې زیاته کړه، په هغه هېواد کې چې نیمايي وګړي یې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، زده‌کړه د «ناامېدۍ او امکاناتو» ترمنځ توپیر جوړوي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې همدارنګه د طالبانو له لوري د ښځو د کار د بندیز پراخې پایلې یادې کړې، چې نږدې درې کاله وړاندې پر غیردولتي موسسو لګول شوی و.

د هغې په وینا، د جولای او اګست په میاشتو کې د شوې نظرپوښتنې له مخې، د افغانستان ۹۷ سلنه ښځو چې په دغو محدودو سیمو کې ژوند کوي، ویلي دي چې دغه بندیز د دوی ورځنی ژوند ګډوډ کړی او درې پر څلورمه برخه یې خپله رواني روغتیا «خرابه» یا «ډېره خرابه» بللې ده.

کالتورپ ټینګار وکړ، چې پر د افغانستان د ښځو پر بنسټ موسسو پانګونه حیاتي ده، ځکه چې په داسې حال کې چې پر ښځو ډېر دروازې تړل شوي، همدغې ځایي ادارې د روغتیايي، رواني او ټولنیزو ملاتړونو له څو پاتې شونو رګونو څخه شمېرل کېږي.

د هغې په وینا، د دغو موسسو رول په ځانګړي ډول د هغو ښځو او نجونو لپاره مهم دی، چې له ایران او پاکستانه بېرته راګرځېدلي، له هغوی څخه یوازې په روان کال کې ۱.۷ میلیونه تنه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغې خبرداری ورکړ: «بې له ښځینه مرستندویانو، د افغانستان ګڼې ښځې او نجونې له ژوند ژغورونکو ملاتړونو څخه بې برخې کېږي.»