د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د وږي ۶ – د ۸ بجو خبرونه

د خوست پر سپېرې او د ننګرهار پر شینواري ولسوالیو د بې بیلوټه الوتکو برید شوی دی.

طالبان وایي، چې دا بریدونه پاکستان کړي او کابل کې د پاکستان سفیر ېې احضار کړی دی.

خوست کې سیمه‌ییزې سرچینې آمو ته وایي، چې دغه برید تېره شپه ناوخته شوی، چې له امله ېې درې ماشومان وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

بل خوا، ننګرهار کې طالب سیمه‌ییزو چارواکو ویلي، چې د شینوارو پر ولسوالۍ د دوه هوایي بریدونو په پایله کې، د یوې ښځې په ګډون څلور کسان ټپیان شوې دي.

د پاکستان حکومت، تر اوسه په دې اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.