افغانستان

د کابل پوهنتون په لیلیه کې د یو شمېر نجونو محصلینو مسموم کېدل

تېره شپه، د کابل پوهنتون په مرکزي لیلیه کې یو شمېر نجونې محصلینې پر خوراکي مسمومیت اخته شوې دي.

د دغو مسموم شویو نجونو یوه خپلوان د آمو ټلویزیون له خبریال سره په خبرو کې د کابل پوهنتون په لیلیه کې د نجونو د مسمومېدو خبر تایید کړ او وې ویل: «تر کومه ځایه چې موږ ته ویل شوي، خوراکي مسمومیت د شپې له خوا و. په پولي کلینیک کې دننه د مسمومو شویو نجونو لپاره پوره او مناسب درمل نه وو او د څو تنو وضعیت هم نازک و.»

هغه پر دې په ټینګار سره چې دا نجونې لا هم د طالبانو تر څارنې لاندې دي ترڅو له رسنیو سره خبرې ونه کړي، زیاته کړه: «دغه خوراکي مسمومیت پر ځینو هېڅ اغېز نه و کړی؛ خو د څو تنه وضعیت زیات نازک و.»

دغې سرچینې همداراز تایید کړه، هغه نجونې چې مسمومې شوې نیت یې درلود دوشنبه سهار په دشت برچي کې پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون لاریون وکړي؛ د هغې پېښې په تړاو چې د یوناما په وینا ۴۲ تنه پکې مړه او ۸۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویډیوګانې چې د کابل پوهنتون د نجونو له لیلیې خپرې شوې، ښیي چې د دغه پوهنتون په شپه غالي کې یو شمېر مېشتې نجونې پر خوراکي مسمومیت اخته شوې دي.

د سرچینو په وینا، د مسموم شویو نجونو وضعیت هره شېبه د خرابېدو په حال کې دی.

نږدې ۷۰ نجونې مسمومې شوې دي

د کابل پوهنتون په شپه غالي کې یوه بله زده کړیاله په دې اړه وایي: «د مسمومو شویو نجونو شمېر زیات دی او هغوی له چا سره د خبرو کولو اجازه او ان په ټولنیزو رسنیو کې د وینا او پوسټ کولو حق هم نه لري. طالبانو هغوی ته خبرداری ورکړی، چې له چا سره خبرې ونه کړي او نن هم پوهنتون پوځي بڼه خپله کړې وه.»

د کابل پوهنتون دغې زده کړیالې چې د امنیتي اندېښنو له امله یې د خپل نوم د خپرېدو اجازه ورنه‌کړه وویل: «طالبانو چا ته د وتلو اجازه ورنه‌کړه او طالبان تر هر بل وخته زیات دلته حضور لري، روښانه نه ده چې وضعیت څه ډول دی.»

د کابل پوهنتون یوه استاد هم په دې اړه وویل: «زما د سترګو لیدلي حال له مخې د پوهنتون په پولي کلینک کې بې حده ګڼه ګوڼه وه او تر ۷۰ زیاتې مسمومې شوې نجونې هلته راوړل شوې وې.»

هغه محصلینې چې مسمومې شوې، د کابل علي‌اباد تدریسي روغتون ته لېږدول شوې دي.

د دغو نجونو د مسمومیت لامل تر اوسه روښانه نه دی.

په همدې حال کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي د کابل پوهنتون په لیلیه کې د نجونو مسمومیت رد کړی او ویلي یې دي، چې نږدې ۵۰ نجونې په خوړو کې د بې پامۍ له امله ناروغې شوې دي.

هغه زیاته کړې، چې دغه نجونې پر وخت د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوې دي.

د کابل پوهنتون د نجونو شپه غالی افغانستان کې د دولتي پوهنتونونو ترټولو لویه لیلیه ده چې د کابل د څلورو دولتي پوهنتونونو نږدې ۲ زره زده کړیالانې پکې مېشتې دي.