افغانستان

اروپايي اتحاديه: په افغانستان کې د اوبو کمښت یو لوی بشري  ګواښ دی

د اوبو نړیوالې اونۍ په پای کې اروپايي اتحاديې د افغانستان د اوبو د کمښت په اړه د ژورې اندېښنې څرګندونه کړې ده. د اتحاديې په وینا، په ځانګړي ډول په کابل کې د اوبو کمښت د خلکو پر ژوند ژور اغېز لري، ځکه چې د خوراکي توکو خوندیتوب، عامې روغتیا او د ورځني ژوند بنسټيز اړخونه ورسره تړلي دي.

اروپايي اتحاديه وايي چې د اوبو د کمښت د ستونزې کمولو او د اقلیم بدلون د اغېزو د مهارولو لپاره یې په افغانستان کې ګڼې پروژې پيل کړي دي. دغه پروژې د کرنې، اوبو ، روغتیا، د خوراکي توکو خوندیتوب، د بېرته راستنېدونکو. کورنیو بې‌ځایه شویو کسانو ملاتړ، او د اقلیمي بدلون اړوند برخو کې عملي کېږي.

د اروپايي اتحاديې د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د اوبو ستونزه یوازې د افغانستان نه؛ بلکې د نړۍ د ټولو هېوادونو ګډه ننګونه ده. په خبرپاڼه کې ویل شوي: «دا زموږ ګډ مسوولیت دی چې د اوبو د اغېزمن استعمال لارې چارې ولټوو او د راتلونکو نسلونو لپاره یو غښتلی او روښانه راتلونکی جوړ کړو. اوبه ژوند دی، راځئ  د خوندي کولو لپاره ګډ کار وکړو».

اروپايي اتحاديه ټینګار کوي چې د اوبو د اغېزمن مدیریت او کارونې لپاره باید نړیواله همکاري نوره هم پراخه شي او د افغانستان په څېر له سختو اقلیمي ننګونو سره مخ هېوادونه یوازې پرې نه ښودل شي.

سره له دې چې اروپايي اتحاديه د اوبو کمښت د حل لپاره پروژې پلي کوي؛ د افغانستان واقعي وضعیت بیا لا ډېرې اندېښنې زېږوي. د طالبانو د واکمنۍ لاندې د چاپېریال ساتنې، ښاري مدیریت او د اوبو د منظمې کارونې لپاره هېڅ اغېزمنه تګلاره نه لیدل کېږي. په کابل کې د نفوس چټک زیاتوالی، د ځمکې لاندې اوبو ایستل، د بارانونو کمښت او د اقلیم بدلون په ګډه داسې کړکېچ رامنځته کړی چې د میلیونونو خلکو ژوند یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

شنونکي باور لري، تر هغو چې د یو باثباته او مسوول حکومت تر سیوري لاندې د اوبو د مدیریت ملي ستراتیژي جوړه نشي، یوازې د مرستندویه پروژو پر مټ د دې ستونزې دایمي حل ناشونی ښکاري.