خوست – د افغانستان د ولسي جرګې پخواني غړي کمال ناصر اصولي د یوې اعلامیې په ترڅ کې ویلي چې د پاکستان له لوري د افغان خاوري بمبارۍ د منلو نه دي او افغانان باید د دې پر وړاندې یو موټی دریځ خپل کړي.
اصولي په خپله وینا کې ځینې هغه کسان هم وغندل چې، د ده په وینا، د بهرني هېواد په ګټه جاسوسي کوي او یا پر پاکستاني شناختي کارډونو باندې د شم پر ځای نازوېږي. هغه ووايي: «د وطن په سر معامله د خپلې مور په سر معامله ده.»
دغه پخواني وکیل د طالبانو له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه چې د بهرني تجاوز پر وړاندې یوازې غږ اوچت نه کړيګ بلکې په خپله اداره کې پاکستاني نفوذیان په نښه کړي او د له منځه وړلو لپاره عملي ګامونه واخلي. د هغه په وینا، دا به د هېواد پالنې څرګندونه وي.
اصولي په پای کې له افغان ځوانانو وغوښتل چې «هوښیار اوسي» او د ملي ارزښتونو د دفاع لپاره بیدار پاتې شي.
