د ډيپلوماټ (The Diplomat) رسنۍ یو ریپورټ څرګندوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو سفر، که څه هم د یو هیواد ښکلا ښيي؛ خو په غیر مستقیم ډول د هغو افغانانو د ځورونې سبب کېږي چې خپل هیواد ته سفر نه شي کولی او د طالب واکمنو له لوري له ګواښ سره مخ دي. راپور یادوي چې زیات شمېر د ټولنیزو رسنیو انفلوینسران د کابل د غرونو او بازارونو ویډیوګانې شریکوي او افغانستان د «یو پټ او خوندور سفر ځای» په توګه وړاندې کوي؛ خو د ښځو محدودیتونه، د بشري حقونو سرغړونې او د طالبانو د سخت واک ریښتینی حالت پټ پاتې کېږي.
افغان فعاله اورځلا نعمت وايي: «موږ په دغو ویډیوګانو کې یو داسې پاک، قانونمند او منظم افغانستان وینو چې د طالبانو د ظلمونو ریښتینی حالت پټوي.» راپور ټینګار کوي چې هر هغه ځای چې طالبان یې د فرهنګي میراث په توګه د نړیوالو د لیدلو لپاره نندارې ته وړاندې کوي، په واقعیت کې د دې مذهبي واکمنۍ اصلي تصویر پټوي او د دوی پر ظلمونو او حقیقتونه پرده اچوي.
د سیلانیانو سفر افغانستان ته پیسې راوړي؛ خو دا پیسې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د طالبانو لاسونو ته رسیدلی شي او د هغوی د واک د ټینګښت او د خلکو د مخالفت د ځپلو لپاره کارېدلی شي. د راپور له مخې، د بهرنیو سیلانیانو حضور، که څه هم د هغوی نیت بې ضرره وي؛ خو په غیرارادي ډول د طالبانو لپاره د پروپاګند او د اقتصادي ملاتړ وسیله ګرځي.
ریپورټ په دې اړه روښانه کړې چې سفر یوازې د ښکلیو ځایونو د لیدلو لذت نه دی؛ بلکې د ځینو ځایونه انتخاب یو شمېر اخلاقي مسوولیتونه له ځان سره لري. د افغانانو د ملاتړ لپاره غوره لاره دا ده، چې د بشري مرستو ملاتړ، د نړیوالو لخوا له طالبانو د بشري حقونو د سرغړونو د ځواب غوښتنه وشي، او په ځانګړي ډول د نجونو د زده کړو د بیا پېلېدلو لپاره لازم فشارونو وارد شي.
