ښځې

افغان مېرمنود اسلام‌اباد له سترې محکمې د اخراج د مخنیوي غوښتنه کړې

درې افغان مېرمنې، چې له پاکستاني وګړیو سره یې واده کړی، د پاکستان له خاورې د ایستلو پر ضد یې د اسلام‌اباد سترې محکمې ته عریضه کړې او د دايمي اقامت حق غوښتنه یې کړې.

قضیه قاضي انعام امین منهاس واورېده، خو له دې امله چې ورته بله قضیه لا له مخکې د ستر قاضي په څانګه کې تر بحث لاندې ده، نو موضوع یې د پرېکړې لپاره هغه ته راجع کړه.

دغو مېرمنو له محکمې غوښتي چې له خپلو مېړونو سره د یو ځای ژوند حق ورکړل شي او له پاکستانه یې د اخراج مخنیوی وشي.

د هغوی وکیل، بیرسټر عمر اعجاز ګیلاني، محکمې ته وویل چې بهرني وګړي، په ځانګړي ډول ښځې، که له پاکستاني وګړو سره واده وکړي، د قانون له مخې د تابعیت یا لږ تر لږه د دايمي استوګنې حق لري. نوموړي وویل، «د دغو ښځو ایستل نه یوازې غیر قانوني دي؛ بلکې له خپلو کورنیو سره د هغوی د یو ځای ژوند حق تر پښو لاندې کوي.»

اوس دا قضیه د ستر قاضي د نهايي پرېکړې په تمه ده.