افغانستان

سرچینې: د کابل–کندهار پر لویه لاره په ټرافيکي پېښه کې ۲۶ تنه مړه شول

دوو سرچینو آمو ته ویلي، د کابل–کندهار پر لویه لاره په یوه ټرافيکي پېښه کې ۲۶ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو په وینا، دا پېښه تېر ماښام هغه مهال رامنځته شوه چې د ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکې بس د کابل-کندهار پر لویه لار په ارغندي سیمه کې له سړک څخه واوښت او یوې ژورې ته غورځېد.

سرچینې زیاتوي، دا لومړني ارقام دي او کېدای شي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي.

یاد بس له کندهاره د کابل پر لور په حرکت کې و.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په هرات کې په یوه خونړۍ ټرافيکي پېښه کې ۸۱ تنه مړه شوي وو.