د طالبانو تر ادارې لاندې د لوړو زدهکړو وزارت اعلان کړی، چې د هېواد د پوهنتونونو او لوړو زدهکړو مؤسسو یو شمېر درسي مضمونونه یې له سره ارزولي دي.
د طالبانو د وروستي مکتوب له مخې، چې یوه کاپي یې آمو ترلاسه کړې، ښيي چې دا ارزونه د «شرعي اصولو او د نظام د پالیسیو» پر بنسټ ترسره شوې، چې پکې د ځینو مضمونونو حذف او تعدیل شامل دي.
ضیاالرحمن اریوبي، د طالبانو علمي معین، په یوه رسمي لیک کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو مشرتابه ته لیکلي چې د علماوو او شرعي متخصصینو تر څېړنې وروسته، د بېلابېلو څانګو ۱۸ مضمونونه له «شریعت او د نظام له پالیسۍ سره د مغایرت» له امله لرې کړل شول.
په همدغه مکتوب کې ویل شوي چې ۲۰۱ نور مضمونونه هم «نسبي ستونزې» لري او په انتقادي او تعدیلي بڼه به د هېواد په پوهنتونونو کې تدریس کېږي، څو د طالبانو په وینا «د درسي محتوا د شرعي اصولو او د نظام له پالیسۍ» سره برابر شي.
په لیک کې ټینګار شوی چې د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو مؤسسو مسئولین مکلف دي چې استول شوې لسټونه له اړوندو پوهنځیو او ډیپارتمنتونو سره شریک کړي، د لرې شویو مضمونونو تطبیق په جدي توګه تعقیب کړي او تعدیل شوي مضمونونه د تدریس لپاره چمتو کړي.
د پوهنتونونو ځینو استادانو آمو ته ویلي چې لرې شوي مضمونونه زیاتره د سیاسي علومو، فلسفې، ټولنپوهنې، عامه ادارې او پالیسي د پوهنځیو اړوند دي.
مخکې تر دې په ۱۴۰۲ کال کې د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده د پوهنتوني نصاب د بیا ارزونې امر ورکړی و.
