افغانستان

تُرکیش هوايي شرکت افغانستان ته خپلې الوتنې پیلوي

انځور ـ رویټرز

یو شمېر ترکي رسنیو رپوټ ورکړی چې تُرکیش هوايي شرکت به په مارچ میاشت کې کابل او بلخ ته خپلې الوتنې پیل کړي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د امارات، فلای دوبۍو ترکیش ایرلاینز او هندي شرکتونو په ګډون یو شمېر لویو هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې ځنډولې او دا ځنډ ددې لامل شو چې له افغانستانه مسافرین په ترانزیت ډول او د ایران او دوبۍ له لارې نورو هېوادونو ته سفر وکړي.

تُرکیش ایرلاینز چې له ۲۰۱۱ تر ۲۰۲۱ کال پورې څه د پاسه یوه لسیزه د استانبول او کابل ترمنځ په منظم ډول الوتنې لرلې، د جمهوري نظام له سقوط وروسته، د نورو هوايي شرکتونو په شان یې کابل ته خپلې الوتنې ودرولې.

خو اوس دا شرکت د متحده عربي اماراتو له ګاک شرکت سره د افغانستان د ځمکنیو، هوايي چلند امنیت او هوايي حریم خدماتو د تړون له لاسلیک وروسته، غواړي کابل او مزار ته خپلې الوتنې پیل کړي.

ددغه شرکت په وېبپاڼه کې راغلي: «کابل ته لومړنۍ الوتنه د مارچ په ۲۷مه ده. دا شرکت به د ورځې یو ځل په له A330-300 الوتکې په استفادې سره چې ۲۸۹ چوکۍ لري کابل ته الوتنې ولري.»

له بلې خوا، د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې د متحده عربي اماراتو ګاک شرکت ته د هېواد د هوايي ډګرونو د قرارداد له سپارلو وروسته، د هوايي چلند یو شمېر شرکتونه افغانستان ته د فعالیت لپاره لېواله شوي دي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي په دې اړه وویل: «له اماراتي شرکت سره له قرارداد وروسته، یو شمېر شرکتونه لېواله دي چې افغانستان ته الوتنې وکړي او ډېر ژر په یوه میاشت کې فلای دوبۍ د کابل هوايي ډګر ته الوتنې پیل کړي.»

په اوسني وخت کې، زیات شمېر مسافرین د ډېرو پیسو په لګولو او په ترانزیت توګه له افغانستانه نورو هېوادونو ته سفر کوي.

د هوايي چلند شرکتونو مسوولین په دې اړه وايي چې افغانستان ته د تُرکیش هوايي چلند شرکت د الوتنې په پیلېدو به ترکیې او نورو هېوادونو ته د مسافرو د لېږد لګښت کم شي.

د یوه ګرځندوی شرکت مسوول قیس سهرابي په دې اړه وايي: «د الوتنو بیا پیلېدل ښه کار دی او د ټکټونو بیې کمېږي، د خلکو ستونزې حل کېږي. اوس موږ یوازې دوې الوتنې لرو، ستونزې زیاتې دي، د ټکټونو بیې لوړې دي او که د ترکش الوتنې پیل شي، د خلکو لپاره به ډېرې آسانتیاوې برابرې شي.»

تُرکش هوايي شرکت له ۲۰۱۱ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې له کابل او مزارشریف څخه ۱۹۵ زره تنه ترکیې ته لېږدولي او راوړي دي.

په اوسني وخت کې، د ایران د ماهان، کیش ایر او تابان په ګډون یو شمېر شرکتونه کابل ته الوتنې لري او ایران ته مسافرین لېږدوي. د هېواد دوه هوايي شرکتونه هم دوبۍ، پاکستان، ترکیې او ځینو نورو ګاونډیو هېوادونو ته الوتنې لري.