افغانستان

د منځنۍ آسیا هېوادونه د افغانستان اړوند پر یو ګډ او خپلواک دریځ سلا شول

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړه چې د منځنۍ آسیا د هېوادونو د استازو لومړنۍ ناسته د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو تګلارو د همغږۍ په موخه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او ازبیکستان ځانګړو استازو ګډون کړی و.

د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت پر وینا دا ناسته د منځنۍ آسیا هېوادونو د مشرانو د شپږم مشورتي کنفرانس پر مهال د ګډې اعلامیې د ژمنتیاوو او د ۲۰۲۵ – ۲۰۲۷ د سیمه‌ییزې همکارۍ د لاردود پر بنسټ تنظیم شوې وه

ګډونوالو د اړیکو د ډلې جوړېدل یو پر وخت او مهم ګام وباله او دا یې د افغانستان اړوند ګډو ګټو په اړه د خبرو لپاره یو خپلواک بستر وښود.

په غونډه کې ټینګار وشو چې د منځنۍ آسیا هېوادونه باید د افغانستان په اړه یو خپلواک او همغږی دریځ ولري؛ داسې دریځ چې د سیمې جیوستراتېژیکي، فرهنګي او اقتصادي اړیکې او د ثبات، امنیت او پایدار پرمختګ ګډې ګټې په ځان کې راونغاړي.

استازو د افغانستان سره د سوداګریزو، ټرانسپورتي، لوژستیکي، فرهنګي او بشردوستانه اړیکو د بېرته احیا ملاتړ هم د خپلو لومړیتوبونو برخه وښوده.

یاد وزارت ویلي چې ګډونوالو د افغانستان رول د سیمې د تلپاتي پرمختګ د موخو په ترلاسه کولو کې په رسمیت وپېژاند او سلا شول چې د اړیکو د ډلې منظمې غونډې به، په ځانګړي ډول د منځنۍ آسیا هېوادونو د راتلونکو سرمشریزو په څنډو کې، د همکارۍ د نهادینه کېدو سبب کېږي.

ګډونوالو همدارنګه ټینګار وکړ چې د اړیکو دا نوې ډله به د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو اجنډاوو په جوړولو کې، د منځنۍ آسیا د هېوادونو خپلواک او مسئولانه دریځ پیاوړی کړي او د سیمې د ثبات او اوږدمهاله پرمختګ لپاره به ګټوره تمامه شي.