د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې وروستیو سیلابونو په میدان وردګو ولایت کې کروندګر اغېزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو دې بنست راپور ورکړی چې په دې ولایت کې یې د کروندګرو د ملاتړ لپاره له ۱۷ کیلومترو څخه زیات کانالونه بیارغولي دي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي چې د دې کار په پایله کې، له ۴۴۰۰ جریبه زیاته ځمکه حاصلخیزه شوې او نږدې ۱۳ زره کورنیو د باور وړ اوبو لګولو څخه ګټه پورته کړې ده.
Uncategorized @ps
افغانستان
ملګرو ملتونو په میدان وردګو کې د کروندګرو د ملاتړ پروګرام پيل کړی
- لیکوال: احمد عزیزي
- ۳ وږی، ۱۴۰۴
