Uncategorized @ps افغانستان

پاریس کې يو شمېر افغانانو د هېواد د خپلواکۍ ورځ ولمانځله

د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې، یو شمېر افغانانو د هېواد د خپلواکۍ ورځ ولمانځله.

په دغه مراسمو کې چې تېره ورځ تر سره شوه، له بلجیم، جرمني او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو څخه افغانانو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې، مشاعره، ټنګ ټکور او موسیقي هم ترسره شول.

د زمري په ٢٨مه د افغانستان د خپلواکۍ ١٠٦مه کلیزه وه.