افغانستان

د طالبانو د مالیې وزارت د تقاعد شویو کارکوونکو د معاشونو د ورکړې لړۍ پيل کړه

د طالبانو تر ادارې لاندې د مالیې وزارت څخه سرچینې وايي، چې دغه وزارت د ملکي او نظامي متقاعدینو د معاشونو د ورکړې لړۍ بیا پیل کړې ده.

طالبانو تر دې وړاندې یو ځانګړی محکمه جوړه کړې وه څو د متقاعدینو اسناد طی مراحل کړي.

د مالیې وزارت د یوه چارواکي په وینا، یوازې هغو متقاعدینو ته معاش ورکول کېږي چې اسناد یې د دې محکمې له‌خوا منظور شوي وي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې متقاعدینو د خپلو معاشونو د نه ترلاسه کولو څخه شکایتونه کړي وو.

د مالیې وزارت د طالبانو د ادارې د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۵۲ زره تنه متقاعدین د معاش اخیستلو شرایط پوره کوي، خو ملګرو ملتونو په تېر کال کې په خپل راپور کې د متقاعدینو شمېر نږدې ۱۷۰ زره تنه ښوولی و.