افغانستان

طالبان وایي، جنایي جرمونه کم شوي؛ خو ولس له وسله والو غلاوو شکایت لري

ننګرهار کې د طالبانو امنیتي چارواکي ادعا کوي، په دې ولایت کې د جنایي جرمونو کچه تر پخوا ډېره کمه شوې ده.

دوی ادعا کوي، چې د جنایي جرمونو په کچه کې ۹۰ سلنه کموالی راغلی او په خبره يې هڅه کوي صفر ته يې را ټيټه کړي.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند عبدالصبور زابلي د شنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په تېره یوه میاشت کې یې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د غلا، قتل، انسان تښتونې، نشه یي توکو قاچاق، اخلاقي فساد او نورو جنایي جرمونو په تور ۱۵۷ کسان نیولي دي.

زابلی زیاتوي، په نیول شویو کسانو کې ۱۰ میرمنې هم شاملې دي.

هغه زیاتوي: «موږ د امنیت د ټنګښت لپاره په تېره یوه میاشت کې به جلال اباد ښار او ولسوالیو کې ۱۵۷ تنه نیولي دي. په نیول شویو کسانو کې د غلا، قتل، انسان تښتونې، نشه یي توکو قاچاق، اخلاقي فساد او نورو جنایي جرمونو په تو نیول شوي کسان شامل دي.»

زابلی وایي په تېره یوه میاشت کې يې د نشه یي توکو د قاچاق، پېر او پلور په تور ۲۴ کسان نیولي دي.

طالبانو نیول شوي کسان رسنیو ته وښودل او هغوی ویلي، چې بې ورزګارۍ اړ کړي چې ناقانونه کړنو ته مخه کړي.

عام خلک بیا د طالبان دا ادعا ناسمه بولي، چې ګواکې په دې ولایت کې یې ۹۰ سلنه د جنایي جرمونو مخه نیولې ده.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی محمد حلیم وایي، هره ورځ وسله وال غله له خلکو کورونه او په لارو کې جېبونه شکوي خو طالبان يې په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.

دی زیاتوي، په تېرو درېیو میاشتو کې له ده څخه وسله والو غلو په عامه لار کې ۲ موبایلونه واخیستل خو چا يې پوښتنه ونه‌کړه.

عام خلک وایي که طالبان د خلکو د امنیت خوندیتوب غواړي پکار ده، چې د دا ډول پېښو مخه ونیسي، چې خلک یې په تنګ کړې دي.

د جلال اباد ښار یو بل اوسېدونکی الله ګل بیا غوښتنه کوي، چې نیول شوي مجرمينو ته دې سخته سزا ورکړل شي ترڅو دوی بیا د عامو خلکو په وژلو او ځورولو لاس پورې نه کړي.

الله ګل زیاتوي: «که طالبان هم د تېر حکومت په څېر يوازې مجرمین نیسي او بېرته یې په واسطو او پيسو خوشي کوی هېڅ پایله نه ورکوي، دوی باید مخنیوی وکړي او دوی او ملاتړو ته يې سخته سزا ورکړي.»

جلال اباد ښاریان په داسې مهال له غلا، اختطاف او نورو جنایي پېښو اندېښمن دي، چې دوی وایي د دا ډول پېښو ترسره کېدو وروسته په ځلونو د داسې پېښو شاهدان دي، چې امنیتي حوزو کې طالبان ورسره لاس لري او مجرمين بېرته خوشې کېږي.

دوی وایي طالبان په امنیتي حوزو کې پرته له دې چې عاجل اقدام وکړي هغه کسان هم ځوروي، چې له دوی سره د پېښو پر وخت خبرېدو کې مرسته کوي.

د نظر خاوندان بیا په دې باور دي که طالبان د جنایي مجرمينو او وسله والو غلو د مخنيوي پلان لري نو لومړی دې د وزګاري مخه ونیسي ترڅو ورسره بېوزلۍ ختمه او خلک له مجبورۍ دې کار ته اړ نه‌شي.