افغانستان

پر کاج ښوونیز مرکز د برید په غبرګون کې د هرات پوهنتون د نجونو زده کړیالانو اعتراض

د هرات پوهنتون یو شمېر نجونو زده کړیالانو، نن یکشنبه سهار د «نسل وژنه ودروئ، زده کړې زموږ حق دی!» شعار په ورکولو لاریون وکړ.

دغه محصلینې چې شمېر یې ۱۰۰ تنو ته رسېده، خپل اعتراض یې د هرات پوهنتون له دروازې پيل کړی او نیت یې درلود چې د هرات ولایت تر دروازې پورې لاریون وکړي؛ خو په لاره کې، د طالبانو د امنیتي کسانو له خوا له هوایي ډزو سره مخ شوې او بېرته پوهنتون ته ستنې شوې.

اعتراض کوونکو نجونو په لاریون کې، د خپل امنیت د ټینګښت او په هېواد کې د وروستیو ناامنیو د عاملینو د موندلو غوښتنه وکړه.

«د هزاره وو نسل وژنه ودروئ!» د دغو محصلینو بل شعار و.

یوې اعتراض کوونکې حمیدې په دې اړه د آمو ټلویزیون خبریال ته وویل: «موږ د سهار په ۹ بجو خپل سوله ییز لاریون د هرات پوهنتون له دروازې پيل کړ. یوازې مو غوښتل خپل غږ تر نړیوالو او چارواکو ورسوو؛ خو له ډېر ناوړه او وحشیانه چلند سره مخ شوو. ان په لرګیو او ټوپکونو یې زموږ مخه ونیوله.»

د هرات پوهنتون یوه بله زده کړیاله سپیده چې د نن ورځې په لاریون کې یې ګډون کړی دی، د دې اقدام موخه د هغو کسانو د غږ پورته کول بولي چې تل قرباني کېږي.

هغې ټینګار وکړ: «موږ غوښتل نړۍ زموږ غږ واوري او دغه وضعیت ته پاملرنه وکړي. د نسل وژنې مخه باید ونیول شي ترڅو به قرباني ورکوو او وژل کېږو به؟ موږ هم د ارام ژوند حق لرو.»

طالبانو خبریالانو ته له دغه لاریون څخه د ویډیو اخیستو او د رپوټ جوړولو اجازه ورنه‌کړه.

د کابل په لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز د جمعې ورځې ځانمرګي برید پراخ کورني او نړیوال غبرګونونه پارولي دي.

د ملګروملتونو سازمان، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او ګڼو اروپایي ديپلوماتیکو چارواکو د دغه خونړي برید په غندلو ویلي، چې طالبان د افغانانو د ژوند خوندي کولو مسوولین دي او باید خپل مسوولیت په سمه توګه سرته ورسوي.

د ملګروملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم د دغه برید په غبرګون کې ویلي، چې طالبان باید زده کړو ته د لاسرسي لپاره د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي.

هغه ټینګار کړی: «د طالبانو رژیم باید زده کړو ته د ډاډمن او خوندي لاسرسي لپاره ـ د قومیت او جنیست له په پام کې نیول پرته ـ د ټولو افغانانو له حقونو ساتنه وکړي.»

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ هم د دغه برید په غبرګون کې وویل: «پر هزاره زده کوونکو نجونو برید او د دې ټولو وژل شویو او ټپيانو لیدل زړه بوږنونکي دي.»

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو ځانګړي راپورورکوونکي ریچارډ بنت کابل کې د جمعې پر ورځ د چاودنې په غبرګون کې هم وویل: «زه په دشت برچي کې پر کاج مرکز وېروونکي برید غندم.»

یوناما تېره ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر چې ډېری یې هزاره او شیعه مذهبي وګړي دي ۳۵ تنه مړه او د ټپیانو شمېر لږ تر لږه ۸۲ تنه اعلان کړی دی.