ښځې

سرچینې: کابل کې د نجونو یو شمېر مدرسې تړل شوي

د طالبانو تر واک لاندې د پوهنې وزارت څخه سرچینو آمو ته ویلي، چې په کابل ښار کې د نجونو یو شمېر مدرسې د ښوونځیو د درسي کتابونو تدریس او د بهرنیو ژبو د روزنې له امله تړل شوي دي.

سرچینو زیاته کړې چې له دې وروسته د نجونو مدرسو د فعالیت جواز نه تمدیدېږي او د نوو نجونو مدرسو د جوړولو لپاره هم جواز نه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبان د ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې راهیسې، پر نجونو د زده‌کړو شدید محدودیتونه وضع کړي دي.

په ۲۰۲۲ کال کې، طالبان د نجونو منځني ښوونځي او لیسې وتړلې، او په ډسمبر کې یې په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړې هم منع کړې. سربېره پر دې، ډېر خصوصي کورسونه، په ځانګړي توګه د بهرنیو ژبو او کمپیوټر کورسونه، هم بند شوي دي. طالبانو د نجونو لپاره د طبي زده‌کړو ترلاسه کول هم منع کړي دي.

د بشر د حقونو مدافعې ادارې او د ملل متحد سازمان څو ځله دا محدودیتونه د «بشري حقونو او د ښځو د حقونو صریح سرغړونه» بللي او د نجونو ښوونځیو د بیا پرانیستلو غوښتنه یې کړې ده. خو طالبان تل خپلې پرېکړې د «اسلامي ارزښتونو او کلتوري معیارونو د پلي کولو» په توګه توجیه کړې دي.